د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

ولې افغان عسکر پر بهرني پوځیانو بریدونه کوي؟


د کابل ورځپاڼو چې شاوخوا یوه اونۍ د رسمي رخصتیو له امله نه وې چاپ شوې په نننیو ګڼو کې د تیرې اونۍ په بیلابیلو مسایلو تبصرې کړي دي.

ویسا په خپلې سرمقالې کې د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو د بریدونو د زیاتیدو مساله څیړلې ده.

ویسا لیکلي په دې اړه له جمهور رییس حامد کرزي سره د هغه د امریکايي سیال بارک اوباما تلیفوني خبرې او کابل ته د امریکا د لوی درستیز سفر دا څرګندوي؛ چې دغو بریدونو امریکایان سخت اندیښمن کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي د افغان ځواکونو په لیکو کې د وسلوالو طالبانو له نفوذ سربیره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ له روانې جګړې څخه د افغان عسکرو ستوماني او بې باوري هم د دې بریدونو د زیاتیدو سبب شوي.

ویسا په یوه بل مطلب کې لیکلي چې په وروستیو دریو اونیو کې د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر بهرنیو عسکرو اوه بریدونه شوي دي.

سرنوشت ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان څرګندونې راخیستي چې وايي، پر ناټو ځواکونو پنځه ویشت فیصده بریدونه د طالبانو نفوذي کسان کوي.

په مطلب کې راغلي جنرال جان الن د افغان حکومت دا ادعا نه ده تایید کړې چې وايي د افغان عسکرو او پولیسو له خوا پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو په زیاتیدو کې د سیمې استخبارات لاس لري.

سرنوشت په یوه بل مطلب کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو څرګندونې راخیستي چې وايي، ددغو بریدونو د مخنیوي لپاره استخباراتي فعالیتونه ډيروي.

ورځپانې لیکلی چې د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د عقیدتي او فرهنګي تبلیغاتو له لارې هم د پولیسو له خوا پر بهرنیو عسکرو د حملو مخه ونیسي.

هیواد دولتي ورځپانې هم خپله سرمقاله په همدې مسئلې کښلې.

د سرمقالې لیکوال په دې باور دی چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر بهرنیو عسکرو په بریدونو کې د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتو لاس دی.

هیواد لیکلي ایران او پاکستان یو ځلې بیا هڅه کوي په دې توګه د افغانستان نوي جوړیدونکي امنیتي ځواکونه له ګواښونو سره مخ کړي.

خدمتګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د افغانستان په ځینو سیمو کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد د خلکو په پاڅونونو تبصره کړې.

خدمتګار لیکلي خلکو دا پاڅونونه په لومړي سر کې د ژوند د بقا او له ناامنیو سره د مبارزې لپاره کړي.

خو لیکوال کښلي که په دې لومړۍ مرحله کې دغه پاڅونونه بریالي شول، نو ښايي د هیواد پر سیاست او اقتصاد د ځینو واکمنو کړیو پر ضد هم مبارزه پیل کړي.

خدمتګار لیکلي د هیواد پر سیاسی، اقتصادي او ټولنیزو سرچینو د ځینو کړیو انحصار هغه څه دي چې له ناامنیو وروسته یې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
XS
SM
MD
LG