د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

"افغان حکومت دې د اصلاحاتو راوستلو لپاره عملي کارونه وکړي"


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له افغان حکومت څخه غواړي، چې د اقتصادي اصلاحاتو راوستلو، د ښې حکومتدارۍ او د اداري فساد او نشه يي توکو پر ضد د مبارز لپاره دې عملي کارونه وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني رییس محمد قربان حقجو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د توکیو کنفرانس د پایلو د هرکلي ترڅنګ په دې ټینګار وکړ، چې د نړیوالې ټولنې دا مرستې باید په اغیزناکه توګه او اساسي پروګرامونو ولګولې شي.

“زموږ غوښتنه دا ده، چې دغه 16 میلیارډه ډالره دې په هغو اساسي پروژو او پراختیايي پروګرامونو ولګول شي، چې بنسټیزې دي او د یوه پیاوړي او پر خپلو پښو ولاړ اقتصاد لپاره ګټه کوي او هغه اندېښنې چې افغانان یې لري او نړیواله ټولنه هم ورسره همږغې ده، د اداري فساد، نشه يي توکو او رڼو انتخاباتو موضوع ده او د ښې حکومت والۍ او قانون لپاره د افغانستان هڅي دي.

په ټینګار سره زموږ غوښتنه له افغان حکومت څخه دا ده، چې دغه مسایل په جدي توګه وڅاري.”

ښاغلي حقجو دا هم وویل، چې له افغانستان سره تر 2015 م کال وروسته د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام به په همدغو برخو کې د افغان حکومت له اقداماتو سره تړلې وي.

د توکیو کنفرانس د تیري یکشنبې په ورځ په جاپان کې د ۷۰ هېوادونو د استازو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړ شو.

مرسته کوونکو هیوادونو په دې نړیواله غونډه کې له افغانستان سره د راتلوونکو څلورو کلونو لپاره د ۱۶ میلیارډو ډالرو مرسته د ځینو شرطونو په ایښولو سره وکړه.

د سوداګر او صنایعو خونې چارواکي وايي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د سټراټیژیک تړون تر لاسلیک او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې تر نویو مرستو وروسته باید، تر 2014 کال وروسته د حالاتو د خرابېدو په اړه د خصوصي سکتور اندېښنې لیري شي.

د دې خوني مرستیال خان جان الکوزي د دې موضوع په یادولو سره له افغان پانګوالو وغوښته، په دې هیواد کې دې پانګونې ته دوام ورکړي.

“عاملاً له امریکا سره تر سټراټیژیک تړون وروسته په توکیو کنفرانس کې دا ثابته شوه، چې نړیوال افغانستان یوازې نه پرېږدي.

زه پر ټولو پانګوالو او خصوصي سکتور ږغ کوم، چې باید له دې وخته ګټه واخلي او د هیواد په جوړولو کې ګټه واخلي او هغه حالت چې شپږ میاشتې مخکي د مارکیټ سقوط و؛ اوس بیرته مارکیټ په حرکت کې دی.”

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي داسې وخت له پانګوالو په افغانستان کې د پانګې اچونې غوښتنه کوي، چې په وروستیو کې د راپورونو له مخې ویل شوي؛ چې په دې هیواد کې پانګه اچونه کمه شوې او ډېرې سوداګر نیت لري، چې خپلې پانګې له افغانستانه وباسي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په وروستیو کې خلکو ته ډاډ ورکړ؛ چې له 2014 کال وروسته به حالات ګډوډ نه شي او په دې اړه یې اندېښنې او اوزې بې ځایه وبللې.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG