د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

کابل به د اسیا د زړه هېوادونو د یوې مهمې غونډې کوربه وي


د افغان چارواکو په وینا د اسیا زړه د کنفرانس په اجنډا کې د تروریزم پر وړاندی مبارزه، په سیمه کی د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د همکارۍ او همغږې رامنځ ته کول شامل دي.

ټاکل شوې، چې دا کنفرانس د پنجشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شي، چې د افغانستان د شپږ ګاونډیو او د سیمی اتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی د یکشنبی په ورځ وویل، چې په دې کنفرانس کې به د سیمي او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د باور د فضا د رامنځ ته کولو په اړه هم بحث وشي:

"ټاکل شوی په دې کنفرانس کې په څو ټکو ‌ډیر تمرکز وشي او د اعتماد رامنځ ته کولو اوه تدبیرونه د ترویزم، د نشه یي توکو او طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې، د سوداګرۍ د خونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او نورو برخو کې پریکړې وشي.

ترڅو د استانبول د غړو هېوادونو په همکارۍ او ګډی هڅې سره ورو ورو عملي شي."


دا کنفرانس د استانبول د بهیر دوام بلل کیږي، چې په کې په سیمه کې د تروریزم پر وړاندې مبارزه، اقتصادي او سیاسي همکاریو د پیاوړتیا په اړه ټینګار شوی وو.

که څه هم د افغانستان په اړه ډیر سیمه ایز کنفرانسونه جوړ شوي، خو داسې انتقادونه موجود دي، چې د دې کنفرانسونو پریکړې تر ډیره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان له خوا نه عملي کیږي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلې موسې زې بیا په کابل کې جوړیدونکې دا کنفرانس د افغانستان او سیمې د هېوادونو لپاره مهم بولي:

"زموږ هیله او تمه د سیمي له هېوادونو په ځانګړي توګه له پاکستان څخه دا ده، چې په سیمه کې د نړېوال تروریزم پر وړاندې د سیمي هېوادونو او نړېوالې ټولنې سره په ریښتیني توګه همکاري او مبارزه وکړي.

ترڅو سوله او ثبات په افغانستان ، پاکستان او ټوله سیمه کې رامنځ راشی ،او په سیمه کی دسولی او ثبات ملاتړی هیوادونه عملې لاسته راوړنې ولري."


افغانستان داسی مهال د اسیا په زړه کې د پرتو هیوادونو کوربه کیږي، چې ټاکل شوي، له دوه زره څوارلسم میلادی کال وروسته نړیواله ټولنه په افغانستان کې خپل حضور محدود کړي.

افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو د وتلو ټاکلې نيټې ته په کتو سره هڅه کوي، چې دافغانستان له ګاونډیو او سیمی هیوادونو سره خپلی همکارې زیاتې او امنیتې مسایلو کې د سیمې هیوادونو ملاتړ او همکارې راجلب کړي.

دا چې داسیا زړه د سیمی هیوادونو دا کنفرانس به ترڅو کومه پوری ددی کنفرانس پریکړو عملی کولو ته ژمن و اوسې دا به د وخت په تیریدو سره په ډاګه شې.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG