د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

یوه نشه يي میرمن: نه غواړم چې ماشومان مې زما په برخلیک اخته شي


څلویښت کلنه زرمینه چې اوس اوس یې د تاریاکو څکل پریښي او خپل عادي ژوند یې پیل کړی غواړي چې ماشومان یې له نشه یي توکو لیرې ښه ژوند او ښه راتلونکې ولري.

زرمینه مې د چهار شنبې په ورځ په نجات سنټر کې ولیدله، چې د ځینو درملو د اخستلو لپاره ورغلې وه.

هغې وویل، چې لس کاله په نشه يي توکو روږدې وه او ایله دا څو میاشتې کیږي، چې په نجات سنټر کې تر درملنې وروسته یې له نشه یي توکو لاس اخیستی.

دا، چې په نشه یي توکو د زرمینې د روږدي کیدو لاملونه څه وو، دې راته په خپله ژبه داسې وویل.

"دا ټولې ستوزنزې په موږ باندې د جګرخوني، بې کوري، بیکاري او بې وزلي نه راغلې، هو دا ټول له لوږې او جګرخوني نه کیږي کله چې په ژوند کې ډیر خفه وې نو انسان په نشه يي توکو اخته کیږي."

دا یواځې زرمینه نه ده چې په نشه یي توکو روږدې وه، بلکې ددې په شان ډیرې میرمنې شته چې د دوی په خپله وینا پدې بده بلا اخته شوي، او د خپل معتادۍ له ژوند نه ترخې خاطرې لري.

د نجات سنټر د مسوولینو د معلوماتو له مخې په تیر دوه زره نهم میلادي کال کې د شوې سروې له مخې یو لکو او شل زره ښځې په نشه يي توکو روږدې.

د نجات سنټر مشر ډاکټر طارق سلیمان آزادۍ راډیو ته سره په مرکه کې د ښځو روږدي کیدل بیلابیل لاملونه وښودل:

"دغه اقتصادي وضع هم تاثیر لري، ددې لپاره چې کوم عاید لاسته راوړي نشه یي توکو ته مخه کوي، ښځې چې تر ډیره په کور کې دي او بهر ته نشي تلای او ډیرې ستونزې ورته پیدا کیږي او ددې لپاره چې دغه ستونزې پټې کړي نو په نشه يي توکو اخته کیږي، کله چې مونږ په دوه زره دوهم کال دا کال شروع کړ ډیره ستونزمنه وه چې کوم معتاد پیدا کړو، خو په دوه زره نهم کال کې یو لک او شل زره ښځې او شپیته ماشومان روږدي وو، یعنې دا هغه کسان دي چې له ایران او پاکستان کې روږد شوي دي بیرته افغانستان ته راغلي دي."

که څه هم ځینې خلک وایي چې په یوې کورنۍ کې د نارینه وو روږدي کیدل په کورنۍ ډیر ناوړه اغیز لري، خو د نجات سنټر مشر وایي چې که په یوې کورنی کې ښځه په نشه یي توکو روږدې شي، نو د ماشومانو رږدي کیدل یې هم تر ډیره ممکن وي.

زرمینه هم دا مني، خو وایي چې دې تل د نشې کولو په وخت کې خپل ماشومان چې درې یې لورګانې او دوه زامن دي، له ځان نه لیرې ساتلي دي.

دا وايي چې د دوی له هڅو سره سره یې بیا هم ماشومان په یو نه یو ډول ددې او د خاوند له روږدي کیدو نه په ناوړه توګه اغیزمن شوي دي:

"ماشومان مې ډيره خفه کیدل او ویل یې چې مورې دا څه دي چې کوټه کې یې دود کوۍ؟ بیا به مې ورته ویلې چې غلۍ شۍ سر مې درد کوي ځکه دا څکوم، اقتصاد مو ډیر خراب وو هیڅ د ویلو نه وو، که به مو یوه شپه پیدا کړه دوه شپې مو نشوای پیدا کولای، یعنې په شپو شپو مې ماشومان وږي پاتې کیدل، خو له هغې ورځې نه مې پدې ورځې ډیر شکر باسم."

دا وایي کله به یې چې نشه کوله نو ماشومان به یې لاس تر زنې ورته ناست وو او له دې نه به یې پوښتنه کوله چې ولې دا کار کوي، ډیر کله به یې تر ټولو کشر زوی هم لاس اچوه، خو دې نه دی پریښی.

دا هم ویل کیږي، چې په نشه یی توکي روږدي کسان که نارینه دي او که ښځې کله نه کله جرمونو او نورو ناوړه کارونو ته هم مخه کوي، خو زرمینه وايي چې دې د خپلې نشې په موده کې داسې کوم کار ندې کړې، هغه وايي تل یې هڅه کړې چې خپلې اړتیاوې پخپله پوره کړي.

په پاې کې د زرمینې په سترګو کې اوښکو او پښیمانۍ ځای نیولی وو، له ټولو افغان میرمنو وغوښتل چې پدې بده بلا دې ځانونه نه اخته کوي، هغه وايي کله چې دا روږدې وه، نو د کورنی ټولو غړیو، خپلوانو، حتې د کور دیوالونو او کوڅو کرکه ورنه کوله، خو اوس له خپل ژوند نه ډیره راضي او خوشاله ښکاریده.

د نجات سنټر د معلوماتو له مخې په افغانستان کې چې کومې سروې ګانې شوي دي، نو په دوه زره دوهم کال کې د ښځو د روږدي کیدلو پیښې په نشت کې حساب وې، خو د دوه زره نهم میلادي کال سروې دوی ته ټکان ورکوونکې وه، چې پکې یو لک او شل زره ښځې په نشه يي توکو روږدي ښودل شوي دي.

د نجات سنټر مسوولین د دغې ناروغۍ اصلي لامل له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان نه د مهاجرینو له راستنیدل او ناسم اقتصاد سره تړلې بولي.


جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG