د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

امریکا هڅه کوي د افغانستان سوداګرۍ پراخه کړي


په سیمه ییزه سطح د افغانستان ډیره سوداګریزه راکړه ورکړه له پاکستان سره ده.
په سیمه ییزه سطح د افغانستان ډیره سوداګریزه راکړه ورکړه له پاکستان سره ده.

امریکایي چارواکي وایي، چې دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

سره له دې چې افغان چارواکي وایي، له پاکستان سره لاهم د ټرانزیټ اوسوداګرۍ په برخو کې یوڅه ستونزې شته خو امریکایي چارواکي وایي، چې دوی په سیمه ییزه او نړیواله سطح د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې کوي.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت مرستیال مایک ډیلیني د یکشنبې په ماښام په کابل کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د شپږمې سوداګریزې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره له سیمې او نړۍ سره د دې هیواد سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره مهمه ده اوپه دې برخه کې باید هلې ځلې نورې هم زیاتې شي.

د ښاغلي ډیلیني په خبره په سیمه ییزه سطح د افغانستان ډیره سوداګریزه راکړه ورکړه له پاکستان سره ده او امریکا هڅه کوي، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې له نوموړي هیواد سره د افغانستان موجوده ستونزې هوارې شي:

"ما په دې اړه له ښاغلي وزیر احدي او په کابل کې له نورو کسانو سره بحث درلود، موږ همدا راز له پاکستان سره هم د سوداګرۍ او پانګوالۍ پر مسایلو خبرې اترې لرو او موږ چمتو یو، چې له پاکستان سره دا مساله وڅیړو.

خو زه باید ټینګار وکړم، چې روانه اونۍ په کابل کې چې ما کومې خبرې لرلې، زه خوښ شوم، چې په دې مسالې کې ځینې پرمختګونه شوي دي، چې دا زموږ لپاره ډیر هڅوونکي دي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړنۍ ټرانزیتي تړون:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ۱۹۶۵ میلادي کال راهیسې یوتړون موجود دی، چې له مخې یې په دواړو هیوادونو کې ټرانزیټي او سوداګريز فعالیتونه ترسره کیدی شي خو په تیرو کلونو کې پاکستان له دې تړون څخه ډېر کله سیاسي ګټه پورته کړې او هغه یې هېر کړی دی.

ډېر داسې مسایل او ستونزې شته، چې هغه ګمرکاتو پورې اړه لري او هغه لا نه دي حل شوي. پاکستان په دې برخه کې رښتینی نه دی او په یوه ډول هڅه کوي، چې د خپل هېواد لاره موږ ته لا سخته اولګښت یې زیات کړي.

الکوزی

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وایي، چې دا مهال له پاکستان سره د ټرانزیټ په برخه کې ترډېره خنډونه لري شوي او هڅه کیږي، چې د دواړو هیوادونو ګټو ته په پام پاتې ستونزې هم حل شي:

"د اوس لپاره زموږ ګټه په دې کې ده، چې د کراچۍ له لارې سودګریز مالونه راوړو، په دې کې د پاکستان ګټه هم ده ځکه چې عاید ترلاسه کوي.

زموږ تمه له پاکستان څخه دا ده، چې شرایط سخت نه کړي، که شرایط سخت شي نو سوداګر اړکیږي، چې له نورو لارو څخه سوداګریز مالونه راوړي.

ښایي په سلو کې تر پنځه اتیا ستونزو مو له پاکستان سره حل شوي وي او لس یا پنځلس فیصده نورې هم پاتې وي، چې په راتلونکې غونډه کې به هغه هم حل شي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم دا مني، چې پاکستان د ټرانزیټ په برخه کې د ځینو سختو شرایطو لرې کولو ته تیاری ښودلې، خو وایي، چې په عمل کې لاهم نوموړي هیواد خصوصي سکتورته ډېرې ستونزې ولاړې کړې دي.

د پاکستان سیاسي اهداف:

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، چې پاکستان له ټرانزیټ او سوداګرۍ څخه په ډېرو مواردو کې د افغانستان پر وړاندې د سیاسي اهدافو لپاره کار اخیستی دی:

"ډېر داسې مسایل او ستونزې شته، چې هغه ګمرکاتو پورې اړه لري او هغه لا نه دي حل شوي.

پاکستان په دې برخه کې رښتینی نه دی او په یوه ډول هڅه کوي، چې د خپل هېواد لاره موږ ته لا سخته اولګښت یې زیات کړي.

کوم تړون چې زموږ په منځ کې شته اقتصادي فکر پرې نه کیږي بلکې د سیاسي اهدافو لپاره کارول کیږي."

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، چې دوی هڅه کوي، د پاکستان ترڅنګ له امریکا او د ایران او چین په څیر د سیمې له هېوادونو سره خپله سوداګریزه راکړه ورکړه لا زیاته کړي، خو په عین حال کې ټینګار کوي، چې د ټرانزیټ له پلوه د پاکستان لاره ډیره ارزیانه تمامیږي.

دا مهال افغانستان په سلو کې اتیا سوداګریزه راکړه ورکړه، د سیمې له هیوادونو سره لري، چې ډېره برخه یې له پاکستان، چین، ایران، ترکمنستان او ازبکستان سره ده، خو په عین حال کې کوښښ کوي، چې د روسیې او هند په څیر د سیمې او نړۍ له نورو هېواونو سره دا راکړه ورکړه زیاته کړي، ترڅو له پاکستان څخه تقاضا کمه او سوداګري یې لاپراختیا ومومي.
XS
SM
MD
LG