د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

"په کابل کې ۷۰سلنه ودانۍ غیر پلاني دي"


دا درې ورځنی ورکشاپ چې د یو ، اس ، اې ، ای، ډي په مرسته د ښاري پراختیا د وزارت له خوا پرانیستل شوی، په دی موضوع به په کې مسلکي بحثونه وشي چې څنګه کېدای شي، غیرپلاني ځمکې او ودانۍ په یوه رسمي پلان کې شاملې شي.

د افغانستان د ښاري پراختیا سرپرست وزیر ډاکتر سلطان حسین حصاري چې د یکشنبې په ورځ یي په کابل کې د دې مسلکي ورکشاپ په پرانیسته غونډه کې خبرې کولې وویل، چې اوس مهال د کابل ښار په سلو کې اویا د ودانۍ له پلانه پرته جوړې شوي چې شاوخوا دوه میلیارده ډالره پرې لګیدلي دي.

ده وویل، نه شي کولای چې په یو مخنیزه توګه دا ټولې ړنګې او له پلان سره سمې یي جوړې کړي خو غواړي چې ټولې تصفیه او په یوه رسمي پلاني کې شاملې کړی:

«موږ دوه پروګرامه لرو یو دا چې یو منظم او معیاري پلان جوړ کړو او بل دا چې خلک د معیاري کورونو او ښارګوټو جوړولو ته وهڅوو.

معیاري پراختیا به د خلکو ستونزې اوارې او د دولت خزانې ته یو عاید وګرځي.»

په دې ورکشاپ کې د مرکز او ولایتونو، د ځمکو د سروې او د ودانیو او ښارګوټو جوړولو په چارو کې بوخت، یوسلو شل تنه کارکوونکي راټول شوي دي.

د دې وزارت د معلوما تو له مخې له دوه زره دویم میلادي کال راهیسي د ځمکو غصبول، د بې نقشې کورونو او ښارګوټو جوړول دوه برابره زیات شوي او نه یوازې دا چې له لازمو خدماتو بې برخې دي بلکه د دولت خزانې ته یي هم ګټه نه رسیږي او یو لړ امنیتي ستونزې یي هم رامنځته کړي دي.

په افغانستان کې د یو اس ، اې ، ای ، ډي، مرستیال جید بارټن دا یوه جدي مسئله وبلله او ویي ویل، چې دی مسئلې په هېواد کې د پام وړ ټولینزي او اقتصادي ستونزې پیدا کړي او د یوه منظم او پلي کیدونکی پلان جوړول ورته ضروري دي.

جید بارټن په دې برخه کې د دوي د مرستو د دوام په هکله وویل:

«د امریکا حکومت د یو، ایس، اې، ای، ډي، له لارې غواړي د عامه او شخصي ادارو ملاتړ وکړي او غواړي چې ځمکې خلکو ته رسمي شي، یو، اس، اې، اې، ډي ژمن دی چې د ځمکو لپاره د یو معیاري پلان په جوړولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي، ترڅو د خلکو ستونزې اوارې او پانګوال وهڅیږي پانګې اچونې وکړي.»

د ښاري پراختیا وزارت وایي، د دې پلان پلي کېدل به وکړای شي یادو سیمو ته خدمات ورسوي.

د دې هڅو سره سره ویل کیږي چې همدا اوس هم د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د دولتي ځمکو غصبول روان دي او په خپل سر په کې بې نقشې کورونه او غیر معیاري ښارګوټي جوړیږي.

یوازې په کابل ښار کې په لسګونو داسې لوړ پوړي ودانۍ لیدل کیږي چې وضع شوي اصول په کې مراعات شوي نه دي.

کارپوهان وایي، دا غیر قانوني لړۍ په مرکز او ولایتونو کې د زورورو له خوا پیل شوی او که مخنیوي ته يي جدي تدابیر ونه نیول شي ممکن د دې وزارت ډیر پلانونه د کاغذ پر مخ پاتې شي.
XS
SM
MD
LG