د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

"قزاقستان غواړي افغانستان ته د اورګاډي پټلی وغځوي"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، قزاقستان غواړي چې د ترانزیتي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په مقصد دې هېواد ته د اورګاډي پټلۍ وغځوي.

د دې وزارت چارواکي وایي، د دواړو هېوادو ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د غځېدو خبره د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر زلمي رسول او د قزاقستان د چارواکو ترمنځ د افغانستان په هکله د« استانه کنفرانس» د جریان په ورځو کې شوې ده.

د دې وزارت ویاند جانان موسي زی د موضوع په هکله وایي:

«د افغانستان د اقینه بندر ته د ترکمنستان له لارې د قزاقستان د اورګاډي د پټلۍ د غځولو په هکله په تفصیل سره خبرې شوي، دا خبرې چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر زلمي رسول او د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزیر او صدراعظم سره شوي دي.

په دې سربیره قزاقستان حاضر شوی چې زرافغان محصلینو ته بورسونه ورکړي همدارنګه هغه هېواد د نورو مرستو ژمنې هم کړي دي.»

دا هڅې په داسې حال کې کیږي چې افغانستان او ګاوڼدي هېوادونه غواړي چې د سیمي د هېواد ترمنځ تراتیزیتي او سوداګریزۍ اړیکي پراخې او د نوېو نړېوالو اصولو سره سمې ټینګ شي.

افغانستان په سیمه کې داسې یو هېواد دی چې منځنی او جنوبي اسیا سره نښلوي او د سیمي هېوادونه غواړي چې افغانستان د یوې ګټورې او اغیزمنې لارې په توګه وکارول شي.

افغان چارواکي وایي، هېواد یي ضرورت لري چې د سیمي د هېوادونو په نوي تجارتي دورکې داسې دریځ غوره او داسې برخه واخلي چې اقتصادي وده یي تضمین شي.

جانان موسی زي د دغو اړیکو د اهمیت په هکله وویل:

«افغانستان چې په سیمه کې د هېوادونو د زړه حیثیت لري، ټولو ګاونډیو سره د ښو اړیکو د ټینګیدو غوښتونکی دی او دا د وخت ضرورت هم دی.»

افغانستان یو واردوونکی هېواد دی، چې د ضرورت وړ زیاتره مواد یي له ګاوڼدیوهېوادونو ترلاسه کیږي.

دی هېواد له تیرو لسو کلونو راهیسي هڅې پیل کړي چې ورو ورو د صاداراتو کچه هم پورته کړي، خو په اوسنیو شرایطو کې چې تازه یي د اقتصادي ودې پر لور ګام اخیستی پکار ده چې، د منځنی او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ ګړندی تجارت او ترانزیت ته زمینې برابرې کړي.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG