د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

افغانستان له وچکالي ځپلو سره د مرستې لپاره له نړیوالو ټولنې مرسته وغوښته


په دې اړه د افغانستان د بېړنیو حالاتو کمېټې او د ملکرو ملتونو استازي غونډه وکړه.
په دې اړه د افغانستان د بېړنیو حالاتو کمېټې او د ملکرو ملتونو استازي غونډه وکړه.
افغان حکومت وايي، هیواد یې سږ کال د داسې شدیدې وچکالۍ سره مخ شوی، چې تمه یې نه کیدله او د وچکالۍ څپلو خلکو سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې یو سلو دوه څلوښت میلیونو ډالرو اضافي مرستې ته اړتیا ده.

د جمهور رییس دویم مرستیال او د اضطراري حالاتو د کمیټې رییس محمد کریم خلیلي وايي، د یوې نوې سروې له مخې د سږنۍ وچکالۍ له امله په هیواد کې دوه ملیونه ټنه غله کمه تولید شوې، چې د هیواد یو په دریمه برخه اړتیا جوړوي.

هغه وویل، سږنۍ وچکالۍ د افغانستان له دوه عشاریه شپږو نه تر دریو ملیونو پورې اضافي وګړي له فقر سره مخ کړي او د دوی د اړتیا د پوره کولو لپاره باید نړیواله ټولنه ژر تر ژره د افغان دولت وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي:

″د ترسره شوې څیړنې له مخې موږ له ټولو هغو شیانو سربیره چې یادونه مې وکړه، شاوخوا یو سلو دوه څلویښت ملیونه ډالرو ته ژر تر ژره اړتیا لرو، تر څو وچکالۍ مهار کړو، د دې وچکالۍ له امله قحطي څپلو خلکو ته ځان ور ورسوو او د هغوی حیواناتو ته واښه ور ورسوو.

هیله مند یم چې د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو دوستانو له خوا چې تراوسه پورې یې له موږ سره مرسته کړې، ژر تر ژره مثبت ځواب راکړل شي.″

اویا سلنه مرستې رسېدلي:

خلیلي وویل، دا مرسته له هغو ۴۴۱ ملیونو ډالرو سربیره ده، چې له مخکې د خوراک د نړیوالې ادارې له خوا له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي او تراوسه یې شاوخوا اویا فیصده ترلاسه شوي هم دي.

د جمهور رییس دویم مرستیال وویل، چې له دې سره افغان دولت هم شاوخوا شل ملیونه ډالره د وچکالۍ څپلو خلکو سره د مرستې لپاره بیلې کړي دي.

خبري کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سرپرست همغږي کوونکي پیټر کراولي وویل، تازه مرسته د هغو څوارلسو ولایتونو لپاره غوښتل شوې چې تر ټولو ډیر وچکالۍ څپلي دي.

نوموړي وویل:

″اوس یو سلو دوه څلویښتو ملیونو ډالرو اضافي مرستې ته عاجله اړتیا ده، چې په اغیزمنه توګه هغې وچکالۍ ته ځواب وویل شي، چې د هیواد په شمال، شمال ختیځ او لودیزکې یې په څوارلسو ولایتونو کې نږدې درې ملیونه خلک اغیزمن کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سرپرست همغږي کوونکي پیټر کراولي

موږ په داسې یو وضعیت کې یو، چې د دوه زرو یوولسم کال لپاره د مرستو کوم وړاندیز چې شوی و، اویا فیصده یې ترلاسه شوي دي، نو دا د دې څرګندويي کوي چې د افغانانو د بشري اړتیا د پوره کولو لپاره پوره ژمنتیا موجوده ده.″

ښاغلي کراولي وویل، له یو سلو دوه څلویښت ملیون ډالرو نه یې یو سل دولس ملیونه د خوراکي موادو، دوه ویشت ملیونه سوي تغذي برخې، دوه عشاریه اوه ملیونه روغتیا او څه کم یو ملیون پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي لپاره غوښتل کیږي.

بل خوا د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر اصف رحیمي وویل، چې افغانستان هر کال شپږ نیم ملیون ټنه غلې ته اړتیا لري او سږ کال یې څلور نیم ملیونه تولید شوې ده.

ښاغلي رحیمي وویل، په هیواد کې به د غلې پیدا کیدل کومه ستونزه نه وي، خو اصلي ستونزه دا ده چې وچکالۍ څپلي خلک به د فقر له امله د غلې د اخیستلو توان نه لري.

د نوموړي په وینا په تیرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې اته کاله وچکالي تیره شوې ده.
XS
SM
MD
LG