د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

په افغانستان کې د قالینو تولید ۷۵سلنه راکمه شوې


قالینه چې د افغانستان له مهمو صادراتي موادو څخه ګڼل کیږي، یو شمېر کارو باریان یي وايي، چې د بېلابېلو عواملو له امله په تیرو څو کلونو کې په دغه تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د کابل د قالین د تولید او صادراتو د ټولنې چارواکي وايي، په تیرو اتو کلونو کې په افغانستان کې د قالینې په تولید کې پنځه اویا فیصده کموالی راغلی.

د دې ټولنې پخواني رئیس عبدالهادي فرزام د نوي مشرتابه پلاوي د معرفي کېدو په غونډه کې، وویل، په دې موده کې د قالینې تولید په کال کې له یونیم میلیون متر مربع نه شاوخوا درې دیرشو زرو متر مربع ته راټیټ شوی.

نوموړي یي عوامل داسې په ګوته کړل:

(هغه ستونزې چې د قالینې د سکتور په مخ کې پرتې دي دا دي:

لومړی نړېوالو بازارونو ته د قالینو د سوداګرو نه لاس رسۍ.

دویم په هېواد کې له کمې ټکټانې سره د بانکي پورونو نشتوالی.
دریم د ترانزیتي لارو نشتوالی.
څلورم د قالینو د مینځلو او پروسس لپاره شرکتونو ته د ځمکې نشتوالی.

نو قالینه پنځه اویا فیصده کمه شوې، دا په دې معنی چې موږ ناکام یو، د قالینې سکتور ناکام دی او دولت ناکام دی.)

د فرزام په وینا اوس مهال په افغانستان کې له یو نیم میلیون نه ډیر کسان د قالین په تولید بوخت دي.

قالین د څو لسیزو راهیسې د افغانستان له مهمو تولیداتو او صادراتو څخه ګڼل کیږي، پخوا به دا یوازې د ترکمنو کسب بلل کېده خو وروسته بیا د هېواد په نورو قومونو کې هم دود شو.

بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال د قالینو په تولید پنځه اویا فیصده کموالی د سوداګرۍ په برخه کې یو ناورین وباله.

په یاده غونډه کې ښاغلي غلام محمد ییلاقي د قالینو د تولید د کموالي مهم عوامل په هېواد کې ناامني او په بهرنیو بازرونو کې لوکسو شیانو ته د غوښتنې کموالی وباله:

(هو دا یو سوداګریز او صنعتي ناورین دی، خو تاسو خبر یاستې چې یو مهم عامل یې د نړېوال اقتصاد خرابوالی دی، چې لوکسو او یا لږ لوکسو اجناسو ته تقاضا راکمه شوه.

قالین هم په همدې ډله کې ده او په بازارونو کې ورته تقاضا کمه شوې او زموږ د قالینې صنعت زیانمن شو.

بل عامل یې په هېواد کې ناامنۍ دي، دا هم د دې لامل شوی چې خلک د قالینې اوبدلو ته تشویق نه شي.

په عین حال کې د افغانستان په دولت کې د ملاتړي او تشویقي عواملو نشتوالی هم هم د دې لامل شوی د قالینې صنعت زیانمن شي.)

د راپورونو له مخې په دې وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې د قره قل پسونه او د هغې د پوستکي په صنعت کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

په عین حال کې دا مهال د پاکستان حکومت قالین اوبدونکو افغان کډوالو ته، د ژوند او کار شرایط برابر کړي او د هغوي په لاس اوبدل شوېو قالینو اوس د نړۍ په بازارونو کې د پاکستان په نوم شهرت موندلی دی.

په افغانستان کې قالین اوبدونکو څو څو ځلې له دولته د خپلو ستونزوې د هوارولو لپاره د لازمو اقداماتو غوښتنه کړې، هغه څه چې دوي وايي تر اوسه نه دي شوي.
XS
SM
MD
LG