د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

عام خلک:مجرمینو ته سزا نه ورکولې کیږي


یوشمېرعام خلک له مجرمینو سره د هېواد د عدلي او قضایي ادارو له چلند نه شکایت کوي او وایي، چې مجرمینو ته سزا نه ورکولې کیږي.

دغه خلک وایي، چې د عدلي او قضایي ادارو دې چلند په هېواد کې د جرمونو ودې ته زمینه برابره کړې.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي په دې باور دي، که مجرمینو ته د هغوې د جرم په پام کې ساتلو سره قانوني سزا ورکړای شي، نو په هېواد کې به د جرمونو د زیاتیدو مخنیوې وشي، د دوو کابل ښاریانو خبرې اورې:

( زما نوم دل اغا دی، په ښار کې موږ ګورو، چې د جرمنو کچه مخ په لوړېدو ده او جنايي مجرمین باید محاکمه شي، تر څو د نورو لپاره عبرت وي او د داسې اعمالو د لاس وهلو جرات ونه کړي.)

خو د افغانستان ستره محکمه بیا وایي، چې په عدلي او قضایي ادارو کې له مجرمینو سره د قانون په رڼا کې چلند کیږي او اوس هم په لسګونو داسې مجرمین شته، چې د اعدام په سزا محکوم شوي.

د سترې محکمې د قضایه قوې مشر عبدالمالک کاموي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د اعدام شاوخوا سل دوسیې جمهوري ریاست ته د منظورۍ لپاره استول شوي او ولسمشر به يي په اړه ډېر ژر خپله پرېکړه اعلان کړي:

(د مجرمینو سره قانوني چلند شوی کوم جرمین چې ټولنې ته لوی ګواښ وو په اعدام محکوم شوي دي اوپاتې نور يي په ۱۵ یا ۲۰ کلونو په بند محکوم شوي دي.

کومې قضيي چې د سترې محکمې څخه نهايي شوي دي هغه د اعدام دوسیي دي چې دا تللي دي جمهوري ریاست ته او جمهوري ریاست ورته یو کمیسیون ټاکلی چې ډیر ژر په ولسمشر په دې اړه تصمیم ونیسي.)

بل لور ته پولیس بیا دا انتقاد کوي، چې د یو مجرم له نیولو وروسته دوي ته له هغه د تحقیقاتو لپاره کم وخت په پام کې نیول شوې.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر سمونوال محمد ظاهر ازادۍ راډیو ته وویل، چې اوس مهال پولیس یوازې دوه اویا ساعته مجرم له ځانه سره ساتلې شي او له هغې وروسته باید دا مجرم او دوسیه یي لوی څارنوالۍ ته واستولې شي.

د ده په وینا دا وخت کم دې او دوي نه شي کولې په دې لنډه موده کې د یو مجرم دوسیه بشپړه کړي:

( موږ د قانون په چوکاټ کې خپل کشفي فعالیتونه کوو او مجرمین نیسو او په اړه يي څېړنه کوو او څارنوالۍ ته يي سپارو او څارنوالۍ يي محاکمو ته سپاري، دا چې مجرمین څه ډول خوشي کیږي؟ په څو ځایونو کې ستونزه موجوده ده.

که پولیس سمه او منظمه دوسیه برابره کړي، نو هغه نه څارنوالۍ او نه هم محکمه خوشې کولای شي، دا چې موږ ۷۲ ساعته د څېړنو صلاحیت لرو، نو موږ نه شو کولای، چې هغه دوسیه چې باید جوړه شي، جوړه کړو.)

ښاغلي ظاهر وايي، چې په دې وروستیو ورځو کې يي درې کسیزه ډله، چې په تېرو ۹ میاشتو کې يي زړه بوږنوونکې جرمونه کړي دي، نیولې ده.

نوموړی زیاتوي، چې درېیو واړو په خپل جرم اعتراف کړی، چې تر اوسه يي د ښځو په ګډون ۲۸ کسان د پیسو د لاسته راوړلو په هدف وژلي دي.

د دغو درېیو تنو د سزا د اورولو لپاره د جنايي جرمونو پر وړاندې د څېړنې او مبارزې ریاست له سترې محکمې څخه د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه کړې، خو ستره محکمه بیا وایي، چې دوي لا د مخه د داسې جرمونو لپاره ځانګړې محکمه لري.

خبریاله ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG