د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

جنرال احمد ضیا یفتلي په ځان لګیدلي تورونه رد کړل


د افغانستان د دفاع وزارت د روغتیا پخوانۍ رییس جنرال یفتلي
د افغانستان د دفاع وزارت د روغتیا پخوانۍ رییس جنرال یفتلي
جنرال احمد ضیا یفتلي، چې د دفاع وزارت د روغتیا په ریاست کې له درملو او طبي وسایلو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور له خپلې دندې ګوښه کړی شوې پرځان یې ټول لګیدلي تورونه رد کړل او ویي ویل که له ده څخه بخښنه ونه غوښتل شي نو عدلي او قضایي ارګانونو ته به مراجعه وکړي.

د دفاع وزارت د روغتیا پر پخواني رییس جنرال یفتلي د دې وزارت له خوا تور لګیدلی چې له دې ریاست سره یې په دوه زره لسم میلادي کال کې د امریکا له خوا د دوه څلویښت میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته شوي درمل او طبي تجهیزات حیف او میل کړي او خپله دنده یې په سمه توګه نه ده ترسره کړې.

خو جنرال یفتلي د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې دا تورونه رد کړل او څرګنده یې کړه چې دی په دې اړه هر ډول ځواب ورکولو ته چمتو دی:

"زما د ګوښه کېدو علت غفلت او بې پروایي نه بلکه له بده مرغه تعصب او مغرضانه چلند دی چې د قومي مسایلو پر اساس کیږي.

که چیرې د دفاع وزارت په ځانګړي توګه د دې وزارت ویاند خپلې خبرې بیرته واخلي زه به کومه ادعا ونه کړم، خو که چېرې داسې نه شي اعلان کوم چې زه او زما ټیم به دعوا وکړو."

جنرال احمد ضیا یفتلي له تیرو څه باندې اتو کلونو راهیسې د دفاع وزارت د روغتیا د رییس په توګه دنده ترسره کوله، دی او د هغه مرستیال تیره اونۍ د دفاع وزارت له خوا له خپلو دندو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور لرې شول.

د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې جنرال عبدالقیوم طوطاخیل یې د ښاغلي یفتلي پرځای د دفاع وزارت د روغتیا د رییس په توګه ټاکلی دی.

جنرال احمد ضیا یفتلي خبریالانو ته وویل، چې ده په تیرو څه باندې اتو کلونو کې خپله دنده په ښه ډول پرمخ وړې او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یي د ملي اردو لپاره په طبي وسایلو سمبال روغتونونه او کلینیکونه هم جوړ کړي دي.

د ښاغلي یفتلي په خبره ده له هیڅ یوه مرسته کوونکي هېواد او موسسې سره د خپل کار په موده کې د مرستې د ترلاسه کولو تړون نه دی لاسلیک کړی:

" د دوه څلویښت میلیونه ډالرو په اړه چې دوي يي وایی، سږ کال مرسته شوې خو لا درکه دي موږ په کې هیڅ ډول مسوولیت نه لرو.

موږ د دې مرستې په اړه خبر نه یو اونه مو کوم تړون لاسلیک کړی، دغه راز نه پوهیږو چې دا مرستې چاه راوړي، په دفاع وزارت کې دیته ورته ډیرې نورې ستونزې هم شته باید پوښتنه یې وشي.

دغه راز دا هم باید وپوښتل شي، چې دا دوه څلویښت میلیونه ډالره چاه ته ورکړل شوي.".

موږ ډیره هڅه وکړه، چې د جنرال یفتلي د دې څرګندونو په اړه د دفاع وزارت له چارواکو سره هم خبرې وکړو، خو د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

په عین حال کې د دفاع وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په تیرو څومیاشتو کې د ملي اردو په روغتونونو کې درمل کم او دغه راز ناروغانو ته هم سمه پاملرنه،نه کېده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دفاع وزارت له خوا به د روغتیا په ریاست کې کاري مسوولیتونه او له درملو او طبي تجهیزاتو څخه سمه ګټه اخیستنه په جدي توګه وڅارل شي او په دې اړه به هم جدي تحقیقات وشي چې د څه باندې څلویښت میلیونه ډالرو په ارزښت درمل او نور طبي وسایل چیرته او څنګه لګول شوي دي.
XS
SM
MD
LG