د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د چاپېریال ساتنې اداره: په کابل کې د هوا د ککړتیا لوی لامل زاړه موټرونه دي


په هېواد له هغو موټرونو چې ۲۰ کاله حتی تر هغې څخه هم پخوا جوړ شوي کار اخیستل کیږي
په هېواد له هغو موټرونو چې ۲۰ کاله حتی تر هغې څخه هم پخوا جوړ شوي کار اخیستل کیږي
په كابل ښار كې د زياتو موټرو او هغه هم بيا د زړو موټرو موجوديت د ښار د چاپيريال د ككړتيا اصلي علت ګنل كيږي.

د چارواكو په وينا د كابل ښار واټونه يوازې اتياو زرو موټرو لپاره ډيزان شوي، خو اوس په هغو هر ورځ له څلور لكو نه زيات موټرې تګ راتګ كوي.

دغه حالت كه له يوې خوا خلك د ښاري ټرانسپورټ په برخه له ډول ډول ستونزو سره مخامخ كړي له بل لورې يې د ښار چاپيريال له يو ستر ګواښ سره مخ كړی.

په ښار كې يوازې نوي ماډل او ښكلي موټرونه نه ګرځي، بلكي په دغو موټرونو كې په ډېره اندازه زاړه، تر وخت تېر او له كاره لوېدلي موټرونه هم په خورا سړه سينه روان وي، چې ډېر لوږي او زيان لرونكي ګازونه تر شا پرېږدي.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې ملي اداره وايي، په كابل ښار كې د چاپيريال د ككړوالي ورځنى لوى لامل د زړو او تر وخت تېرو موټرو لوګي او زيان لرونكي ګازونه دي، چې د ښار د اوسېدونكو ژوند ته يو لوى ګواښ بلل كېږي.

د دغي ادارې د مالوماتو له مخې هر كال په كابل كې د هوا د ككړوالي له امله تر 3000 زيات كسان مري.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې پخوانى مرستيال جارالله منصوري وايي، زاړه او له كاره لويدلي موټرونه نه يوازې ډېر لوګي كوي بلكې په دغو او نورو ټولو موټرونو كې د ټيټ كيفيت د تيلو كارول د ښار په هوا كې زهرجن ګازونه خوروي.

د چاپيريال ساتنې ملي ادارې چارواكي وايي، د چاپيريال د ككړوالي د لاملونو د مخنيوي لپاره يې خپل قوانين وړاندې كړي، چې د اړوندو ادارو له خوا بايد ورته جدي پام شوې واى خو دغه چارواكي وايي، چې مسوولو ادارو په دې اړه هيڅ كار نه دى كړى.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند ډاكتر احمد فريد رايد هم دا مني، چې د زړو موټرانو لوګي او زيان لرونكي ګازونه انسانانو ته بيلابيلي ناروغۍ پېښوي.

دى وايي، ككړ چاپيريال د كابل ښار د اوسېدونكو ژوند ته يو لوى خطر دى نوموړى د هغو ناروغيو يادونه كوي، چې د زړو
د كابل د ترافيكو مديريت مرستيال سمونوال محمد اكبر او د ازادي راډيو خبریال معصوم میوند
موترو د لوګي څخه انسان په اخته كېږي.

"په مجموع کې تنفسي ناروغۍ، قلبي ناروغۍ، د پوټکي ناروغۍ، د شنډوالي ناروغۍ او په هغو ماشومانو کې، چې د مور په ګېډه کې د ودې په حال کې وي، د هغوی په زړه کې یو سوری پیدا کیږي او ماشوم سم وده نه کوي. "

په ښار كط زاړه او له كار لويدلي موترونه د دې لپاره نه ګرځي، چې چاپيريال ككړ كړي، بلكي دغه موټرونه د خپلو بې وزلو خاوندانو د كورنيو ورځنى اقتصادي او نوري اړتيا وي پوره كوي.

د كابل ښار د څو زړو موټرو چلوونكو راته وويل، چې كه يې پيسې لرلاى نو لږ تر لږ داسې نوى موټرونه خو به يې رانيولې وای، چې دوى يې د كابل د زورونكي يخ، ګرمى، دوړو او لوګيو ساتلاى.

دوى ويل، چې اوس مجبور دي د دغو موټرونو له لارې خپلو كورنيو ته ډوډۍ وګټي، خو له دولت څخه غواړي چې دغه زاړه موټرونه په سم بيه واخلي او يا ورته نوي موټرونه په پور وركړي.

د كابل ښار يو شمېر اوسېدونكي نه يوازې د زړو موټرو د انسان وژونكو لوګيو او زيان لرونكو غازونه څخه په اندېښنه كې دي، بلكه دا هم وايي چې په ښار كې د ترافيكي پېښو او واټونو بنديدلو لامل هم زاړه موټرونه دي، خو دوى له افغان حكومت څخه په ټينګه غواړي، چې زاړه او له كاره لويدلي موټرونه ودروي او پر ځاى يې چلوونكو ته نوي موټرونه په قسط وركړي.

د كابل ترافيكي چارواكي هم دا مني، چې زاړه او له كاره لوېدلي موترونه واټونه بندوي او د ترافيكي پيښو لامل ګرځي.

د كابل د ترافيكو مديريت مرستيال سمونوال محمد اكبر وايي، چې د زړو او له كاره لويدلو موټرونه پر ګرځېدو را ګرځېدو دوى بنديز نه شي لګولاى او نه هم د دوى په قوانينو كې داسې څه راغلي.

خو وايي، چې د دوى كاري ډلې د ښار په درېيو برخو كې موټرونه ګوري او هغه موټرونه، چې جدي ستونزي لري دوى ورته تر هغو اسناد نه تمديدوي، چې ستونزې يې ختمي نه شي، نوموړى له لوړو دولتي ادارو غواړي، چې په دې اړه پراخ ګامونه واخلي.

ويل كېږي، چې په افغانستان كې د خرابو سړكونو او ناسمو تيلو له امله موټرونه تر ټاكلي وخت مخكې له كاره لويږي او له بيلابيلو تخنيكي ستونزو سره مخ كېږي.

د افغانستان د چاپيريال ساتني څېړونكي وايي، چي بايد د كرنې وزارت د ښار زرغونوالي ته پراخ كار وكړي، د نورم او سټنډرډ اداره هېواد ته د بې كيفيتو نفتي موادو د راوړلو د مخنيوي لپاره جدي هڅې وكړي.

دوى له ټولو اړوندو ادارو غواړي، چې د چاپيريال د ككړوالي د مخنيوي لپاره اغېزناك ګامونه واخلي كه نه كابل ښار به په راتلوونكي كې د اوس په پرتله د ككړ چاپيريال له امله د ډېرو انسانانو د مړينو او بيلابيلو ناروغيو اخته كېدو شاهد وي.

معصوم ميوند
XS
SM
MD
LG